خپلواکي که غرب واکي
انجنيرسيدعبدالقادر انجنيرسيدعبدالقادر

خپلواکي داسي يومقدس ،  هراړخيز  دمادې اومعنوي ارزښتونوڅخه ډک سياسي مفهوم دي ، چه هر ملت په هره قاره اوهره وچه کي ددې ستر نعمت درلودل دځان دپاره وياړ اوافتخار بولي .   

او په نړي کي  هر ملت  هيڅ يو ه  پردي اواجنبي ځواک ته اجازه نه ورکوي چه ددوي څخه دامقدس تا ريخي وياړ حتاديوي ورځي دپاره هم واخلي ٠اوا کثر املتونوپه ډير وستروسرښندونواواقتصادي           بي ساروتاوانونوباندي دخپل  ريښتيني    خپلواکي ساتنه اودفاع کړيده٠ 

چه ددي ښه مثال دافغانستان په تاريخ کي دافغانستان  اوانګليس ترمنځ هغه لمړني ،دوهمه،اودريمه جګړه ده چه افغان سترغيورملت په خپله افغاني توره ،سپراوغيرت باندي دسره انګريزمجهزولښکروته  داسي ماته ورکړه، چه نه تنهازموږپه تاريخ کي دانګريزداستره ماته ،بشري اواقتصادي تلفات په زرين خط ليکل سوي دي بلکه دسره انګريزپه تاريخ کي هم جلاځاي     ورکړل سوي دي ٠   مګر متاسفانه دافغانستان په اوسنيوشرايطوکي افغانان نه سي کولائې چه دامريکا تر رهبري لاندي دناټود ستر ځواک په حضور کي چه  دافغانستان په مختليفو ولاياتواومحلاتوکي  وخپلوستراتيژيکي اهدافوته درسيدو پرمخ ټينګ سنګرونه جوړ کړي اونيولي دي   افغانستان ازاد او مستقل وبولي٠

 ځکه هره ورځ   په دې  نا معلومه اومجهوله جګړه کي په لس هاووبې ګناه انسانان ( کوچنيان ،ښځې ،زاړه اوځوانان ) په شهادت رسيږي اودغريبې کورونه اومحلات ئې په کنډواله تبديليږي ٠ حتاد افغانستان جمهور ريس ددې توانائې نه لري چه دپردوپه لاس د خپل ملت دبچيانو دشهادت مخنيوي وکړي ٠ او په دي هکله ئې څو ځله ددولت مخاليفينو( طالبانو) ته دمذاکري بلنه ورکړي ده څودا نا معلومي جګړي ته دپاي ټکي کښيږدې ٠ مګر دامريکا دسفير له خواه څخه وژورنالستانوته دکرزي خبري په بل تعبير سره اړول سوي دي ٠ اودطالبا نوسره ئې دمذاکري خبري و ردکړي دې ٠

نوپه دا سي شرايطوکي ئي څنګه کولايسوچه افغانستان مستقل ،او ازادوبولو٠ په داسي حال کي چه افغانستان اوس يو سر خلاصي مملکت دي هغه دا چه دامريکاتر رهبري لاندي دناټو و ټوله ځواک ته   دافغانستان فضائې حريم   خلاص ،ازاداو بې له کوم افغاني قيدوشرط ته هر څه چه وغواړي ددې لاري څخه ئې دوي و سر ته رسولايسي  ٠ اوهم ئې  په افغاني خاوره کي دافغان لاس تړلي ملت دارادې خلاف دظلم اووحشت داسي  زندانونه جوړ کړي دي چه هيڅ نوع د بشري حقوقورعايت نه پکښي کيږي چه حتا  افغانان ئې دانګليس دزاړه استعمار  دوخت  په يادداښتونو کي هم نه لري ٠   

ياپه لاندي څومثالونوکي :   دافغانستان پر دولتي اداره باندي دخلګواعتماددصلاحيت په لحاظ دونه کم سوي وواودي ،چه د  دي اداري دلمړيوکلونوڅخه يعني دمحترم خليل زاد دسفارت په وخت کي حتي خلګودولسوالي دارتقاعريضي په ولايت باندي دامريکا وسفارت يوو ړلي  اوغوښتنه ئې ځني کوله چه زموږ ولسوالي په ولايت راتبديله کړه  ٠ اويا کوم وخت چه دافغانستان پخواني دپلان وزير محترم محقيق دوظيفي څخه ګوښه کړل سوو٠ دجمهور ريس شکايت ئې دامريکا وسفير ته وکړ، اوورته وويل: چه ما استعفانه ده کړي زه ئې په زوره د وظيفي څخه ليري کړي يم ٠ داځکه چه ټول ملت په دي حقيقت باندي پوهيدلي اوپوهيږي چه تردولت لوړه دصلاحيت اصلي مرجع په افغانستان  کي    دامريکاسفارت دي ٠

او هم په داسي حال کي چه ددولت ټولي اقتصادي اونظامي ستراتيږيګاني او  خارجي پاليسي ټوله دامريکا اوغربې نړي دخواڅخه تدوين او  رهنمائې کيږي نوڅنګه کولايسووچه ووايوافغا نستان مستقل اوازادمملکت دې ٠ داځکه چه په اوسنيوشرايطو کي   دمستقلتوب  اوازاديتوب نورمونه  نسي پوره کولاي ٠ ځکه نو په افغانستان کي ملي ډموکراټيک ګوندونوملي ډموکراټيک شخصيتونو،ډموکراټيک روشنفکرانواوپه مجموع کي ټول غيوراو لاس تړلي ملت دافغانستان داستقلال دورځي په مناسبت خاموشي اختيار کړي اوديوه ازاد ، په امن   اودهرنوع ترورستي عملونوڅخه د ملت دنجات اوخلاصون  په هيله خپلي شپي اوورځي سبا کوي ٠

 

 

 

 

 

 


August 19th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات